د OBE-SCL دوه اونیز روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
Date:چهارشنبه، ۱۴۰۴/۱۱/۲۹, Start Time: - End Time:
Location: سپین غر پوهنتون
چهارشنبه، ۱۴۰۴/۱۱/۲۹
سپین غر پوهنتون د معالجوي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ پوهنځیو نویو ګمارل شویو علمي کادر غړو او د یادو پوهنځیو له لوري ټاکل شویو استادانو ته د پايلو پر بنسټ محصلمحوره زده کړې (OBE-SCL) دوه اونیز روزنیز ورکشاپ بشپړ شو.
یاد روزنیز ورکشاپ د علمي چارو معاونيت اړوند مسلکي پرمختیا آمریت له لوري تنظیم شوی و، چې د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر او علمي ترفيعاتو ریاست له خوا رسما معرفي شويو باتجربه روزونکو يا ماسټر ټرینرانو هر یو د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي علمي کادر غړی پوهنوال علي جان عادل او د پکتیکا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي علمي کادر غړی پوهنمل حزب الله رحماني له لوري د دوه اونیو په موده کې وړاندې شو.
د ورکشاپ پای غونډې ته د وینا پر مهال سپین غر پوهنتون رئیس سید شمسالدین همت د لوړو زده کړو په سکتور کې د دواړو روزونکو علمي کادر غړو شتون اهم او اغیزناک یاد کړ، چې په وینا یې د پوهنتونونو ګڼ شمېر علمي کادرونو او استادانو سره یې د داسې ورکشاپونو له لارې د پايلو پر بنسټ محصلمحوره زده کړو اړوند خپله پوهه، مسلکي مهارتونه او تجربې شریکې کړې دي، څو استادان د تدریس په جریان کې له نویو عصري مېتودونو او طریقو څخه کار واخلي او د محصلانو په روزنه کې د کار بازار او ټولنې اړتياوو ته په کتنې مطلوبې پایلې ترلاسه شي.
ښاغلي همت له ګډونوالو علمي کادرونو او استادانو څخه وغوښتل، چې په ورکشاپ کې وړاندې شویو تدریسي موادو او د ټرېنرانو له تجربو څخه په صنفونو کې د تدریس په جریان کې استفاده وکړي، څو محصلان د معیارونو مطابق اړینه پوهه او مسلکي مهارتونه په داسې شکل ترلاسه کړي، چې په راتلونکي مسلکي ژوند کې د عامې روغتيا سکتور اړتياوې پوره کړای شي.
په پای کې یادو ماسټر ټرېنرانو ته د هغوی د ستاینې او قدرونې په موخه ستاینلیکونه ورکول شول او ګډون کوونکو علمي کادرونو او استادانو ته به د حاضريانو په کتنه د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ګډون تصديقونه ورکول شي.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت