د غاښونو طب پوهنځي محصلانو ترمنځ علمي رقابتي سیالي ترسره شوه
Date:چهارشنبه، ۱۴۰۵/۲/۲۳, Start Time: 0 - End Time: 0
Location: سپین غر پوهنتون (ننګرهار)
سپين غر پوهنتون د غاښونو طب پارا کلینیک ډیپارټمنټ له لوري د مسلکي پرمختیا آمریت په همکارۍ د غاښونو طب پوهنځي دویم کال دویم سمستر A اوB سکشن محصلانو ترمنځ په فارمکالوژي مضمون کې علمي رقابتي سیالي ترسره شوه.
د سیالۍ د ترسره کېدو پر مهال د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال فضل الرحمن زیارمل، د غاښونو طب پوهنځي رئیس دوکتور عبدالله رحماني، د ژوري هیئت غړو، استادانو او لسګونو تنو محصلانو برخه لرله، چې د پرانیستې وینا پر مهال ښاغلي زیارمل د سیالۍ د ترسره کېدو موخو ته په اشارې په خپلو خبرو کې دا ډول برنامې د محصلانو ترمنځ د ظرفيت لوړونې، د علمي نظریاتو تبادلې او سالم رقابت لپاره مؤثرې وبللې، چې په وینا یې د محصلانو علمي پوهې کچه ورسره تقویه کېږي.
ورپسې د پوهنځي رئیس دوکتور عبدالله رحماني د سيالۍ له تنظیموونکو، ژوري هئیت غړو او مسؤلو همکارو خواوو څخه مننه وکړه، ګټونکی ټیم یې د ترلاسه کړیو نمرو پر بنسټ اعلان کړ او د سیالۍ ټولو ګډونوالو محصلينو ته ډالۍ ورکول شوې.
د یادونې وړ ده چې، د دې علمي رقابتي سيالۍ پوښتنې د ګډونوالو په شتون کې د يوې شفافې پروسې له مخې ترتيب شوې وې، چې له هر ګروپ څخه شپږ شپږ پوښتنې ترسره او د ځوابونو پر بنسټ ورته د ژوري هیئت غړو له لوري نمرې ورکول شوې.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت