د کتاب لوستنې او مطالعې درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد
Date:چهارشنبه، ۱۴۰۵/۲/۳۰, Start Time: 8:00AM - End Time: 4:00PM
Location: سپین غر پوهنتون (ننګرهار)
سپین غر پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند کتابتون مدیریت له لوري د فرهنګي چارو مرکزي کمېټې په همکارۍ د کتاب لوستنې او مطالعې درې ورځني نندارتون کې بېلا بېل علمي او فرهنګي فعالیتونو ترسره شول.
دا نندارتون د مطالعې او کتاب لوستنې اونۍ په مناسبت جوړ شوی و، چې په درې واړو ورځو کې د کتاب او مطالعې ګڼ شمېر مینه والو ترې لیدنه وکړه او په ترسره شویو علمي او فرهنګي فعالیتونه کې یې په پوره لېوالتیا سره برخه واخیسته.
د پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال محمد جمیل وسیم د نندراتون په اختتامیه غونډه کې د «Online Library، د علمي او څېړنیزو ژورنالونو او ډیټابیسونو پېژندنه» تر عنوان لاندې معلوماتي سمینار وړاندې کړ او په خپلو خبرو کې یې د نندارتون د ټولو ورځو او ترسره شویو فعالیتونه جمبندۍ ترڅنګ د فرهنګي چارو مرکزي کمېټې او کتابتون مدیریت همکارانو په ګډون د ټولو اداري برخو له مسؤلینو او خپرندونه ټولنه استازو څخه مننه وکړه، ځکه چې ټاکل شوي اهداف په ډېر ښه شکل ترلاسه او په ټولنه کې ځوانانو ته د مطالعې او کتاب لوستنې انګېزه انتقال شوه.
دا درې ورځنی نندارتون د مطالعې او کتاب لوستنې اونۍ د نمانځنې په مناسبت جوړ شوی و، چې په پای کې ټولو دخیلو خواوو ته ستاینلیکونه ورکول شول او د محصلانو چارو د مرستیال فضل الرحمن زیارمل په دعاء سره پای ته ورسېد.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت