د محصلینو لارښود کتاب
سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) خپلو برحاله او نويو شاملیدونکو محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت او د مؤسسې د غوښتنو په لړ کې لارښود کتاب ډیزاین او نشروي. ټول نوي شامل شاملیدونکي او برحاله محصلین باید د لوړو زده کړو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت تقنيني سندونو او د مؤسسې له اصولو او مقرراتو څخه خبر وي او په خپله تحصیلي دوره کې یې پر ځان تطبيق کړي.
د محصلینو لارښود کتاب چې محصلینو لپاره د تحصیلي دورې د مشعل حیثیت لري، ټول هغه موضوعات په کې رانغاړل کېږي، چې د مؤسسې او محصل حقوق او وجايب په تحصیلي دوره کې تعقیب او تامینوي. دا کتاب د لاندې عمده برخو درلودونکی دی:
1. د مؤسسې تاریخچه، لرلید، ماموریت، اهداف، ارزښتونه او اعتبار اخیستنه.
2. علمي برنامې او د هغې اړتیاوي.
3. علمي کالیزه (علمي کال، پسرلنی او خزاني سمستر).
4. اکاډمیکې مشورې او د ملاتړ خدمتونه.
5. کتابتون او د څېړنو اړوند سرچینې.
6. د ظرفیت لوړونې لنډ مهاله او اوږد مهاله برنامې.
7. محصلینو لپاره هوکړه لیکونه او د استفادې شرایط.
8. اضافه نصابي فعالیتونه او برنامې.
9. د مؤسسې د ودانۍ او دفترونو لارښودونه.
10. مالي مرستې (په ټولنه کې ونډه اخیستنه).
11. د معلولینو او معیوبینو لپاره ځانګړي خدمات.
12. انټرنشیپونه او عملي زده کړې.
13. دبرحاله محصلینو شوراګانې او ټولنې.
14. د فارغانو شبکې او ټولنې.
15. د لوړو زده کړو وزارت تقنيني سندونو، لوایحو او طرز العملونو غوښتنې.
16. د مؤسسې د پالیسيو، طرز العملونو او پروسیجرونو غوښتنې.
17. خوندیتوب او اضطراري حالاتو پر وړاندې چمتووالی.
18. د تنوع، مساوات او ټول شمولیت اصلونه.
19. لوړو زده کړو ته لاسرسی.
20. بهرني ملي او نړیوال علمي فعالیتونه اوهوکړه لیکونه.
سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) ته نوماند او برحاله محصلين کولای شي د مؤسسې د محصلینو لارښود کتاب چې د پورته عمده برخو تر څنګ ګڼ شمېر فرعي برخې هم لري، په لاندې ډول د کالونو په تفکیک ترلاسه کړي.