شمولېت پروسه

شمولېت پروسه

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) د خپلو علمي او څېړنیزو خدمتونو په لړ کې د هېواد داخلي او ټولو بهرنیو هېوادونو اتباعو څخه ـ چې په طبي برخه کې د لوړو زده کړو هوډ لري او غواړي چې دا هیلې یې په حقیقت بدلې شي ـ سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه ورته په عمومي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژي پوهنځیو کې د لېسانس تر کچې تحصیلي برنامې چمتو کوي. مونږ لیواله یو چې په طبي برخه کې د هېواد او سيمې په کچه د یو بې ساري علمي بنسټ په توګه د لوړو زده کړو لپاره ټول شموله، ملاتړي او د ټولنې د غوښتنو برابر فارغان وړاندې کړو او په دې برخه کې هڅه کوو، چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت او سيمه ايزو معیارونو په پام کې نیولو سره ټولو علمي، اداري، مالي، څېړنیزو او تدریسي برخو کې د لوړ ظرفیت کادري او علمي کادري غړي (استادان)، وړ او با استعداده اداري کارکونکي او په ذکر شويو برخو کې د لوړ معیار اسانتياوې او امکانات وړاندې او د زده کړو لپاره یو متنوع چاپیریال رامینځته او وده ورکړو.

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) په عمومي طب پوهنځي کې د دولسمو ټولګیو فارغان او په غاښونو طب او طبي ټکنالوژي پوهنځیو کې د دولسم ټولګي او مسلکي نيمه طبي لوړو زده کړو انسټیټوټونو د څوارلسم ټولګي فارغان مني. که په طبي علومو برخه کې په يوه غوره تحصيلي او څېړنيز بنسټ کې ـ چې د ملي معيارونو سربېره سيمه ايزو معيارونو باندې سنبال وي ـ د لوړو زده کړو تر لاسه کولو هيله لرئ، کولای شئ چې د مؤسسې په همدې وېبسایټ کې د اړوندو پوهنځیو د لرلید، ماموریت، عمومي، ثابت او ستراتېژیک اهداف او زده کړیزې پایلې وپلټئ او په دې ډول د خپل راتلونکي لپاره د شخصي لرلید پر بنسټ غوره ټاکنه وکړئ.

مؤسسه په پورته درې ګونو پوهنځیو کې هر کال د (پسرلني او خزاني) سمسترونو لپاره د عمومي او متفرقه کانکور ازموینو له لارې، چې د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو فارغانو څخه د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو، طرز العملونو، لارښودونو او پرېکړو پر بنسټ اخیستل کېږي، محصلین جذبوي. مؤسسه د داخلي او بهرنیو محصلینو لپاره په عمومي ډول د نومليکنې او داخلې پروسه یو ډول ده، مګر په ځینو مواردو کې - چې په لاندې ډول ذکر کېږي - د بهرنیو محصلینو لپاره یې شرایط توپير لري:

 

1.     نوماندان کولای شي په فزیکي یا انلاین ډول د کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه وکړي.

2.     د شرایطو او اړینو اسنادو بشپړولو وروسته د کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه کول.

3.     په کانکور ازموینه کې - د غوښتل شويو اسنادو په درلودلو سره- په حضوري ډول ګډون کول.

4.     په کانکور ازموینه کې د اړونده پوهنځي لپاره د بریالیتوب نمرې ترلاسه کول.

5.     له بریالیتوب وروسته د مؤسسې د معلوماتو مدیریت ته مراجعه کول.

6.     د اړینو فورمونو له ډکولو او غوښتل شویو تعليمي او نورو اړينو اسنادو له بشپړولو وروسته د محصلينو اسنادو د ثبت، راجستر او ارشيف مدیریت ته مراجعه کول.

7.     د مؤسسې اصولو او مقرراتو سره د ژمنتیا لپاره د بریالۍ مرکې ترسره کول.

8.     په پوهنځي کې د شمولیت لپاره په مالي آمریت کې د داخلې (حق الشمول) فیس تحویلول.

9.     د محصلانو چارو آمریت له لورې اړونده پوهنځي ته د شمولیت په موخه ورمعرفي کېدل.

10.   د اړونده پوهنځي د تدریسي مدیریت له لورې د ډیټابیس سېستم له لارې ټولګي ته معرفي کول.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د مؤسسې د معلوماتو او نومليکنې مدیریت سره د لاندې ایمیل ادرس او اړیکو شمېرې له لارې اړيکه ونيسئ.

 

معلوماتو او نوم لېکنې مدیریت

reception@spingharuniversity.edu.af

+93700023072 - +93778330015

يادونه: دانلاین نوملیکنې لپاره کولای شئ لاندې لېنک کېکاږئ او اړوندې لارښوونې تعقیب کړئ؛ د مؤسسې د معلوماتو مديريت به له تاسې سره نور اړين معلومات او غوښتنې د برېښناليک یا اړیکې له لارې شریکې کړي.

www.spingharerp.net/onlineregistration/