د کارمند تصدیق

د کارکوونکو تصدیق

سپین غر د لوړو ده کړو مؤسسه (ننګرهار) د علمي، اداري، خدماتي، تخنیکي او امنیتي برخو کارکوونکو تر څنګ د نورو هغو کارکوونکو د کاري تجربې د انلاين تصديق برخه فعاله کړې ده، چې د لنډې مودې ( ځانګړي فعالیت یا پروژې) لپار ګمارل شوي او په مؤسسه کې یې خپله کاري دوره د قرارداد د شرایطو مطابق مخته وړې وي. د دې برخې له لارې نورې ادارې کولای شي د سپین غر د کارکوونکي د کاري تجربو په لړ کې د بستونو عنوانونو، نېټو او یا هم اضافي فعالیتونو او دندو کې د کارکونکي د بوختيا معلومات په اسانۍ سره ترلاسه کړي.

په لاندې برخه کې د هغو کارکونکو د کاري تجربو معلومات وړاندې کېږي چې له مؤسسې څخه یې قناعت وړ دلايلو پر بنسټ په اصولي ډول استعفاء ورکړې او دنده ترک کړې ده.

د کارکوونکو د کاري تجربې په تصدیق پاڼو د کارکوونکو ثبت (راجستر) شمېره لګول شوېده، تاسې کولای شئ یاده شمېره په لاندې برخه کې ورکړئ او د کارکوونکي د کاري تجربې په اړه معلومات ترلاسه کړئ. د لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ د مؤسسې د بشري سرچینو آمریت سره د لاندې برېښناليک له لارې په اړیکه کې شئ.

کارکوونکو چارو آمریت برېښناليک: hr@spingharuniversity.edu.af