سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) خپل شعار، لرلید، ماموریت، ثابتو او ستراتیژیکو اهدافو او ارزښتونو ته په کتو سره غواړي، چې په ملي او سیمه ایزه کچه د غوره علمي بنسټ په توګه وپېژندل شي. مؤسسه ډاډ ورکوي چې لوړو اهدافو ته د رسېدو او په سیمه ایزه کچه د غوره علمي بنسټ په توګه د پېژندلو لپاره په طبي برخه کې د لوړو تحصیلي سند لرونکو، کاري تجربو، تخصص او علمي رتبو لرونکي علمي کادر جذبوي او دې برخې ته په ټولو اهدافو او فعالیتونو لومړيتوب ورکوي، ددې برخې په پیاوړي کولو او ژمنتیا سره به د اوسنۍ عصري نړۍ او عصري زده کړو په برخه کې د هېواد او سیمې په کچه د زده کړو یو متفاوت او متحرک چاپیریال رامینځته کړي تر څو د مؤسسې د اوسني ماموریت په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
په دې برخه کې به تاسې د مؤسسې روانو علمي برنامو د ټولو کادري او علمي کادر غړو (استادانو) تعلیمي او تحصیلي شالید تر څنګ، د پوهنځي د هر علمي کادر غړي لنډه پېژندنه، مضامین، په مؤسسه کې د خدمت کلونه، مسلکي کاري تجربې، څېړنې اود هغې نشر او ترلاسه شوي مسلکي تریننګونه او ورکشاپونه وګورئ. دا برخه د مؤسسې د ښکېلو خواو سره د اړیکو او ډاډ په موخه د معلوماتو شریکولو او همدارنګه مؤسسې سره د نويو یو ځای کېدونکو (کاندید) محصلینو لپاره مهمه او اړینه ده، تر څو دوی د مؤسسې د موجوده علمي کادرونو او ظرفیتونو په اړه معلومات ترلاسه او تصمیم نیونې او باور کچه یې لوړه شي.