د محصل او فراغت اسنادو تصدیق
سپن غر د لوړو زده کړو مؤسسې خپلو ټولو فارغانو، برحاله، تأجیل، ناکام او محروم محصلینو لپاره د آنلاین تصدیق برخه فعاله کړې ده. ټول محصلین او اړونده ادارې چې د فارغانو یا برحاله محصلینو اړوند نامحرمو معلوماتو ته اړتیا لري، کولای شي د لاندې لېنک په کېکاږلو سره معلومات ترلاسه کړي.
د معلوماتو تر لاسه کولو لارښوونې
۱: په لېنک باندې کلیک وکړئ، تاسې ته به یوه نوې صفحه پرانيستل شي.
۲: په لومړي قدم کې باید د معلوماتو د خوندي کولو لپاره (ګوګل کیپچا) پړاوونه طی کړئ.
۳: که چېرې یوازې د محصل برحالي او نور حالت معلومول غواړئ، په اړوند خانه کې يوازې د محصل (آی ډي) شمېره ورکړئ.
که غواړئ چې د فارغ د اسنادو د تصدیق او صحت په اړه معلومات ترلاسه کړئ، نو د (آی ډي) شمېرې تر څنګ د اسنادو آنلاین شمېره هم په اړونده خانه کې ورکړئ او بیا یې وپلټئ.
د محصلینو او د هغوی د اسنادو د تائید او تصدیق خدمتونه (۲۴) ساعته د لاسرسي وړ دي. تاسې کولای شئ په اسانئ سره د محصلینو د فراغت/عدم فراغت او نورو حالتونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ. که په دې برخه کې نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، کولای شئ لاندې برېښناليک یا اړیکو شمېرې سره په اړيکه کې شئ.
اړیکو شمېره: +93775577224 (له شنبې تر چهارشنبې، د سهار له ۷ بجو څخه د مازیګر تر ۳ بجو پورې اړيکه نيولی شئ)
برېښناليک: students.affairs@spingharuniversity.edu.af