سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) په عمومي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژي پوهنځیو کې د هېواد دننه او بهر څخه د لوړو زده کړو وزارت د اصولو مطابق او د اړونده پوهنځیو د تحصیلي نصاب په تعقیب، د محصلینو تبدیلي مني. په لاندې برخه کې به د داخلي او بهرنیو محصلینو د تبدیلۍ او کرېډېټونو انتقال لپاره مختلف شرایط، وختونه، پروسې، مالي مرستې او د اسنادو ارزیابۍ پړاوونه په تفصیلي او پروسه یي ډول وړاندې شي. هغه محصلین چې غواړي سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې اړونده پوهنځیو ته تبدیلي وکړي، باید د لاندې شرایطو په پوره کولو سره اړونده لازمې پروسې طی کړي:
د داخلي محصلینو د تبدیلۍ شرایط
1. نوي شامل شوي محصلین نه شي کولای، چې د یو سمستر له بشپړولو پرته بل تحصیلي بنسټ ته تبدیلي وکړي.
2. د اړوندو پوهنځیو د وروستیو کلونو محصلین نه شي کولای په هماغه ولایت کې بل تحصیلي بنسټ ته تبدیلي وکړي.
3. د زده کړو په وروستي کال کې له خصوصي تحصیلي مؤسسې څخه خصوصي پوهنتون ته تبدیلي مجاز نه ده.
4. د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو څخه دولتي لوړو زده کړو مؤسسو ته تبدیلي نه شي ترسره کیدای.
5. له دولتي لوړو زده کړو مؤسسو څخه خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو ته تبدیلي د لاندې شرایطو په نظر کې نیولو سره ترسره کیدای شي:
· د تبدیلۍ فورمه بشپړول
· د خصوصي زده کړیزې مؤسسې موافقه تر لاسه کول
· یوازې هماغه زده کړیزې څانګې او سمستر ته تبدیلي
6. له یوې خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه بل خصوصي تحصیلي بنسټ ته تبدیلي د لاندې شرایطو پر اساس صورت مومي:
· د تبدیلۍ د فورمې بشپړول
· د هغه تحصیلي بنسټ موافقه تر لاسه کول چې تبدیلي ورته صورت نیسي
· یوازې هماغه زده کړیزې څانګې او سمستر ته تبدیلي
· د زده کړو د دوام حق لرل
· د دوه مضمونونو څخه زیات د نه کرېډېټ لرل
د تبدیلۍ وختونه
محصل د زده کړو په بهیر کې یوازې یو ځل تبدیلیدای شي، چې دغه تبدیلي په کال کې یو ځل د ژمي د رخصتیو په ورځو (د جدي او دلوې) په میاشتو کې صورت مومي.
د داخلي محصلینو د تبدیلۍ پروسه
که چېرې یو محصل په پورته شرایطو برابر وي او په ذکر شويو وختونو کې غواړي سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې ته تبدیلي وکړي، نو د تبدیلۍ لپاره د لاندې پروسې په طی کولو مکلف دی.
1. د لوړو زده کړو وزارت او یا سپين غر دلوړو زده کړو مؤسسې څخه د تبدیلۍ فورم ترلاسه کول
2. له هغه تحصیلي بنسټ څخه موافقه ترلاسه کول چې اوس مهال په کې په زده کړو بوخت دی
3. د تبدیلۍ لپاره سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې موافقه ترلاسه کول
4. د تبدیلۍ فورم، له دواړو تحصیلي بنسټونو څخه د موافقې تر لاسه کولو وروسته، لوړو زده کړو وزارت ته سپارل
5. له لوړو زده کړو وزارت څخه د تبدیلۍ لومړنی مکتوب ترلاسه کول
6. له هغه تحصیلي بنسټ څخه، چې په زده کړو په کې بوخت دی، د بشپړو شويو سمسترونو د نمرو جدول (ټرانسکرېپټ) او نور اړين سوابق ترلاسه کول او لوړو زده کړو وزارت ته سپارل
7. د لوړو زده کړو وزارت له خوا دويم تحصیلي بنسټ ته، چې تبدیلي ورته صورت مومي، د تبدیلۍ مکتوب او د جذب لپاره د اسنادو استول
8. د دويم تحصیلي بنسټ له خوا د شمولیت د داخلي پروسې په نظر کې نیولو سره، راتبديل شوی محصل اړونده ټولګي ته معرفي کول
د بهرنیو هېوادونو څخه د محصلانو تبدیلۍ شرایط:
هغه افغان تبعه بهر مېشت يا بهرني محصلين، چې غواړي له هېواده بهر يوه تحصیلي بنسټ څخه سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې ته تبدیلي وکړي باید لاندې شرايطو په پام کې نيولو سره، اړونده پروسې طی کړي:
1. په اړونده څانګه کې د زده کړو د دوام حق لرل.
2. له هېواده بهر د لوړو زده کړو مؤسسه/پوهنتون چې محصل ورڅخه د تبدیلۍ غوښتونکی دی، باید قانوني فعالیت ولري.
3. د اړونده هېواد د لوړو زده کړو او بهرنيو چارو وزارتونو تائیدي اخيستل.
4. په اړونده هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي او کونسلي نماینده ګۍ تائیدي تر لاسه کول.
5. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې د محصل د تحصیلي سوابقو تائیدي.
6. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست تائیدي او د کرېډېټونو معادلت یې له کابل طبي پوهنتون څخه تر لاسه کول.
7. د کابل طبي پوهنتون له لورې د تحصیلي نصاب سره د محصل د کرېډېټونو معادلت او د عدم کرېډېټونو مشخصول.
8. د کرېډېټونو له معادلت څخه وروسته د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معینيت ته رسماً استول.
9. د محصل د تبدیلۍ او جذب په موخه، سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې موافقه تر لاسه کول.
10. د لوړو زده کړو وزارت له لورې محصل په رسمي ډول سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې ته معرفي کول.
تبدیل محصلان د لوړو زده کړو وزارت د لېسانس زده کړو مقررې د حکمونو پر بنسټ په دویم تحصیلي بنسټ کې د هغو کرېډېټونو په تعقیب او بشپړولو مکلف دي، چې د کابل طبي پوهنتون او د مؤسسې د تحصیلي نصاب کمېټې د معادل په صورت کې ورته مشخص شوي وي.