بريښنايي کتابتون

سپن غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) ژمنه ده چې د خپلو محصلینو، استادانو او څېړونکو لپاره د اوسني عصري او ټکنالوژيکي نړۍ په لړ کې، د برېښنايي کتابتون له لارې انلاین کتابونو، معلوماتو، سرچینو، ژورنالونو او ډیټابیسونو ته لاسرسی ډاډمن کړي. مؤسسې خپلو محصلینو ته په فزیکي کتابتون کې برېښنایي کتابتونونو ته د لاسرسي په برخه کې پوره امکانات او اسانتياوې رامنځته کړي او د مؤسسې محصلین ورڅخه په منظم ډول ګټه پورته کوي. مؤسسې اوسمهال محصلینو ته په یاد برېښنایي کتابون کې د خلاص لاسرسي وړ ګڼ شمېر نړیوالو طبي برېښنایي کتابتونونو لینکونه ځړولي او د هغې له لارې ټول محصلین کولای شي په خلاص ډول نړيوالو کتابتونونو ته لاسرسی ولري.

همدارنګه مؤسسه غواړي چې د نړیوالو معتبرو ژورنالونو اوبرېښنایي کتابتونونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک او محصلینو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. د يادونې وړ ده چې مؤسسې خپلو ټولو محصلینو ته د مؤسسې د ډیټابیس سیستم له طریقه د هغوی یوزر اکاونټونو او موبایل اپیلیکیشنونو کې د برېښنایي کتابتون برخې اضافه کړي او  د هغې له لارې د مؤسسې اوسني خلاص برېښنایي کتابتون ته له پيسو اداينې پرته هر ځای کې لاسرسی لري.