News

د ملاريا نړيوالې ورځې په مناسبت معلوماتي سيمينار وړاندې شو

Date:۶-۲-۱۴۰۴, Start Time: ۱۰:۰۰ - End Time: ۱۲:۳۰
Location: سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار)

نن شنبه د ثور د مياشتې په شپږمه نېټه، چې د ۲۰۲۵ ز کال د اپرېل له ۲۶ نېټې سره سمون لري، د مؤسسې د عمومي طب او طبي ټکنالوژي پوهنځيو فرهنګي چارو فرعي کمېټو په همکارۍ د ملاريا نړيوالې ورځې په مناسبت معلوماتي سيمينار وړاندې شو. 

ياد سيمينار د عمومي طب پوهنځي د يو تن محصل سيف الله وزيري له لورې وړاندې شو چې پر مهال یې د يادې ناروغۍ د پېژندنې، تاريخچې، لاملونو، په نړيواله کچه د ملاريا ناروغۍ پېښو، د ناروغۍ د مخنيوي او وقايې لارو چارو، د ناروغۍ د مخنيوي پر وړاندې ننګونو او په اړه یې د لازمو اقداماتو اړوند هر اړخيز معلومات وړاندې شول. 

د سيمينار د پرانيستې وينا پر مهال د عمومي طب پوهنځي رئیس دوکتور محمد جاوېد حاذق د محصلينو له لورې د علمي او معلوماتي سيمينارونو پر ارزښت او اړتيا خبرې وکړې. نوموړي د سيمينار برابرولو له امله له اړوندو خواو ځانګړې مننه وکړه او له محصلينو څخه یې د ورته سيمينارونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه. 

پاتې دې نه وي چې د سيمينار په پای کې د عمومي طب پوهنځي د مرستيال ن. پوهنيار صفي الله محبت له لورې د سيمينار په اړه مثبت نظريات شريک شول او سيمينار د نوموړي په دعائیه کلام سره پای ته ورسېد. 

د نشراتو او ټوليزو اړيکو آمريت