د محصل له لورې معلوماتي سيمينار وړاندې شو!
Date:۶/۳/۱۴۰۴ل. ل, Start Time: ۱۱:۰۰ - End Time: ۱۲:۰۰
Location: سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه
سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د غاښونو طب پوهنځي د څلورم سمستر محصل عمران عامر له لورې، د جزام ناروغۍ په اړه معلوماتي سيمينار وړاندې شو.
ياد سيمينار د غاښونو طب پوهنځي مرستيال بلال احمد صديقي په لارښوونه، پرون دوشنبه (۵/۳/۱۴۰۴ ل. ل)، د مؤسسې د غونډو په تالار کې وړاندې شو، چې پر مهال یې د جزام ناروغۍ د پېژندنې، د ناروغۍ د منځته راتګ بېلابېلو لاملونو، کلينيکي نښو نښانو د تداوۍ او مخنيوي لارو چارو په ګډون ګڼو اړوندو مطالبو په اړه معلومات وړاندې شول.
د يادونې وړ ده چې د سيمينار په وروستيو کې لارښود استاد ښاغلي صديقي د سيمينار وړاندې کولو له امله، له ښاغلي عامر څخه مننه وکړه او د سيمينار په اړه یې خپل مثبت نظريات له ګډونوالو سره شريک کړل.
د نشراتو او ټوليزو اړيکو آمريت