News

د مؤسسې محصلینو نږدې نولس زره (۱۹۰۰۰) سي سي وینه په تلسیمیا اخته ناروغانو ته ډالۍ کړه

Date:۲۴/۰۱/۱۴۰۳, Start Time: ۱۰:۰۰ - End Time: ۱۲:۳۰
Location: سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) د درې ګونو پوهنځيو لسګونو تنو محصلينو، پرون يکشنبه (۲۴/حمل/۱۴۰۳)، د دوستوخېل خيريت بنسټ او تلسيميا مرکز په همکارۍ، د وینې راټولونې کمپاین پر مهال اته لس زره اوه سوه پنځوس (۱۸۷۵۰) سي سي وینه په تلسيميا اخته ناروغانو ته ډالۍ کړه.

د مؤسسې د محصلانو چارو مرستيال ښاغلي فضل الرحمن زيارمل د وينې د ورکړې د دې کمپاين موخه د تلسيميا ناروغانو سره همدردي او د هغوی روغتیايي ملاتړ وباله او په دې برخه کې یې د دستوخېل تلسیمیا مرکز له مسئولینو ځانګړې مننه وکړه. نوموړي همدا راز وويل چې د ټولو هغو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د مؤسسې له محصلينو مننه، کوي چې د خپلې وينې په ورکولو سره د يو بل اړمن انسان ژوند ژغورلو هڅه کوي.

د دوستوخېل خيريه بنسټ او تلسیمیا مرکز عمومي مسؤل ښاغلي اسلام الدين شينواري د سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) له رهبرۍ او تنظیموونکو څخه مننه وکړه چې د تېر په څېر يې يو ځل بيا، د وینې راټولونې پروسې تر پایه بشپړه همکاري وکړه او محصلین یې د وينې ورکولو ته وهڅول. نوموړي همدا راز د هغو محصلينو ځانګړې مننه وکړه، چې د تلسيميا ناروغانو د ژوند ژغورنې په موخه یې د ننني کمپاين په لړ کې، خپله وينه ډالۍ کړه. 

دا په داسې حال کې ده چې د تېر (۱۴۰۳ ل. ل) کال په وروستيو کې، نه يوازې دا چې د مؤسسې د تدريسي روغتون (سپين غر مومند پنځوس بنستريز معالجوي او تدريسي روغتون) او دوستوخېل تلسيميا مرکز تر منځ د ګډو همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو؛ له دې وړاندې هم په بېلابېلو وختونو کې، د مؤسسې د اداري کارکوونکو، استادانو او محصلينو له لورې د ياد مرکز په همکارۍ، نږدې څلورڅلوېښت زره (۴۴۰۰۰) سي سي وينا په تلسيميا اخته ناروغانو ته ډالۍ شوېده. 

د نشراتو او ټوليزو اړيکو آمريت