د ۱۴۰۳ لمریز کال خزاني سمستر ممتاز محصلان وستایل شول!
Date:۱/۰۲/۱۴۰۴, Start Time: ۱۰:۰۰ - End Time: 12:00
Location: سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه
سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې له لورې نن دوشنبه (۱/ثور/۱۴۰۴ ل. ل)، د درې ګونو پوهنځيو د ۱۴۰۳ لمريز کال خزاني سمستر لسګونه تنه ممتاز محصلان وستايل شول.
ياده ستاينغونډه چې د مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې تر سره شوه، د مؤسسې عمومي رئیس، د سپين غر مومند پنځوس بستريز روغتون رئیس، د مؤسسې مرستيالانو، د پوهنځيو رئیسانو او مرستيالانو، د مؤسسې د بېلابېلو اداري واحدونو مسؤلينو، د عمومي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژي پوهنځيو استادانو او ممتازو محصلينو په کې ګډون درلود.
د پرانيستې وينا پر مهال، د مؤسسې عمومي رئیس سيد شمس الدين همت ګډونوالو ته د ښه راغلاست او ممتازو محصلينو ته د مبارکۍ په ويلو سره، ګډونوالو ته د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال پسرلني او خزاني سمسترونو کې د محصلينو د ازموينو د پايلو پرتليز ښه والي په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي د مؤسسې له اداري همکارانو او استادانو څخه د ازموينو او ارزونو د شفافيت له امله مننه وکړه او د لوړې (GPA) او نمرو سلنې د ښېګڼو په ګډون یې د ټيټو نمرو ترلاسه کوونکو محصلينو ته اړينې سپارښتنې وکړې.
د مؤسسې د محصلانو چارو مرستيال فضل الرحمن زيارمل هم په خپله وينا کې د خوښۍ په څرګندولو سره له استادانو مننه وکړه، چې د تدريس او محصلينو ارزونو پر مهال يې کيفيت او عدالت ته پاملرنه کړې ده. ښاغلي زيارمل ممتازو محصلينو ته د ادارې له لورې د ځانګړو مالي امتيازاتو او سکالرشيپونو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او په ورته وخت کې یې محصلين د هغوی مسؤليتونو ته متوجه کړل.
د یادونې وړ ده چې په ستاینغونډه کې د ټولګيو په کچه د لومړي، دويم او درېیم مقام ګټونکو ته ستاينليکونه او د مؤسسې او پوهنځيو په کچه د لومړيو درې مقامونو ګټونکو ته د ستاينليکونو سربېره، د راتلونکي سمستر لپاره ځانګړي مالي سکالرشيپونو هم ورکړل شول.
د نشراتو او ټوليزو اړيکو آمريت