News

د لابراتوار نړيوالې ورځې په مناسبت معلوماتي سيمينار وړاندې شو

Date:۳/۲/۱۴۰۴, Start Time: ۱۱:۰۰ - End Time: ۱۲:۰۰
Location: سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه

سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې د طبي ټکنالوژي پوهنځي د فرهنګي چارو فرعي کمېټې له لورې، د لابراتوار نړيوالې ورځې په مناسبت، نن چهارشنبه (۳/۲/۱۴۰۴ ل. ل – 23/April/2025)، يو ورځنی معلوماتي سيمينار وړاندې شو. 

د سيمينار د پرانيستې وينا پر مهال د پوهنځي رئیس ټکنالوجېست محمد جميل وسيم د سيمينار پر اړتيا او ارزښت خبرې وکړې او د سيمينار وړاندې کوونکي استاد ټکنالوجېست محمد طارق شينواري په ګډون يې، د مؤسسې او پوهنځي د فرهنګي چارو اصلي او فرعي کمېټو له مسؤلينو څخه مننه وکړه، چې تل یې د ديني، ملي او نړيوالو روغتيايي ورځو د نمانځلو په برخه کې، د محصلينو د پوهې او مهارتونو لوړولو په موخه، دا ډول سيمينارونه برابر کړي دي.

د مؤسسې د کنفرانسونو په تالار کې د نن ورځې د دې سيمينار وړاندې کولو پر مهال ټکنالوجېست محمد طارق شينواري د طبي لابراتوار د پېژندنې، اهميت، علمي او مسلکي پرمختګ، د طبي لابراتوارونو د درجو او مهمو څانګو، د نړيوالې ورځې په توګه یې د نمانځنې د څرنګوالي او اهدافو په اړه هراړخيز معلومات ګډونوالو سره شريک کړل. 

د يادونې وړ ده چې سيمينار په وروستيو کې د ياد پوهنځي د پاراکلينيک ډيپارټمنټ آمر او استاد ټکنالوجېست قدرت الله اماني له لورې، د سيمينار په اړه مثبت نظريات شريک او سيمينار د نوموړي په دعائیه کلام سره پای ته ورسېد. 

د نشراتو او ټوليزو اړيکو آمريت