استادانو ته د SPSS روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
Date:چهارشنبه، ۱۴۰۴/۱۱/۱۵, Start Time: - End Time:
Location: سپین غر پوهنتون
یاد ورکشاپ د څېړنې او علمي مجلو معاونیت له لوري د بهرنیو ژبو او مسلکي پرمختیا آمریت په همغږۍ تنظیم شوی و، چې د استادانو سربېره په کې د پوهنتون د څېړنې او علمي مجلو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو او د سپین غر پوهنتون هغو فاغارنو هم برخه لرله، چې په تخصص او اګزیټ ازموینو کې بریالي شوي وو.
د پوهنتون رئیس سید شمس الدین همت د ورکشاپ د اختتامیې مراسمو ته د وینا پر وخت د څېړنې په برخه کې د SPSS سافټویر په ارزښت، اهمیت د علمي څېړنو ترسراوي، اړتیا او ګټو په هکله خبرې وکړې او استادانو ته د ورته برنامو تنظیمول یې د هغوی د پوهې او مهارتونو په لوړاوي کې مهم وبلل او ډاډ يې ورکړ چې په راتلونکي کې به د پلان له مخې نورې علمي برنامې هم ترسره شي.
د ننګرهار پوهنتون د څېړنې او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دکتور سعید محمد وقار د څېړنو په برخه کې د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو په ګډ کار ټینکار وکړ او ورته برنامې یې د تحصیلي بنسټونو د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د کیفیت د ښه والي لپاره مهمې وبللې او زیاته یې کړه، چې ټولو خصوصي پوهنتونونو ته په کار ده چې د خپلو استادانو د ظرفیت لوړونې په موخه داسې برنامې تنظیم او وړاندې کړي.
د SPSS سافټویر دا یو اونیز روزنیز ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د دوو تنو استادانو: پوهنمل دکتور حکیم خان حقیار او پوهنمل متخصص دوکتور عبدالغفار شېرزاد له خوا وړاندې شو، چې پر مهال یې د لاندې موضوعاتو په هکله د نظري معلوماتو ورکولو ترڅنګ عملي کارونه ترسره او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکول شول.
- Introduction to statistics and SPSS: overview, installation, and Role of SPSS in medical and public health research
- Creating a new data file in SPSS (Data View and Variable View)
- Understanding data: types, variables, coding and recoding
- Entering data and importing from other files
- Data management and data cleaning (checking for errors)
- Descriptive statistics and basic graphs
- Introduction to inferential statistics: T-tests, reliability, and normality
- Performing and interpreting tests in SPSS
- Advanced beginner tests: correlation, Chi-square, ANOVA
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت