د ځيګر التهاب په اړه د عامه پوهاوي او د یادې ناروغۍ د لابراتواري تشخیص برنامه وړاندې شوه!
Date:۱۴۰۳/۱۱/۰۱, Start Time: ۱۰:00 - End Time: ۱۲:00
Location: ننګرهار عالي لېسه
سپین غر پوهنتون د غاښونو طب پوهنځي د څلورم سمستر محصل عمران عامر له لورې، د جزام ناروغۍ په اړه معلوماتي سيمينار وړاندې شو.
ياد سيمينار د غاښونو طب پوهنځي مرستيال بلال احمد صديقي په لارښوونه، پرون دوشنبه (۵/۳/۱۴۰۴ ل. ل)، د پوهنتون د غونډو په تالار کې وړاندې شو، چې پر مهال یې د جزام ناروغۍ د پېژندنې، د ناروغۍ د منځته راتګ بېلابېلو لاملونو، کلينيکي نښو نښانو د تداوۍ او مخنيوي لارو چارو په ګډون ګڼو اړوندو مطالبو په اړه معلومات وړاندې شول.
د يادونې وړ ده چې د سيمينار په وروستيو کې لارښود استاد ښاغلي صديقي د سيمينار وړاندې کولو له امله، له ښاغلي عامر څخه مننه وکړه او د سيمينار په اړه یې خپل مثبت نظريات له ګډونوالو سره شريک کړل.
د نشراتو او ټوليزو اړيکو آمريت