د کاردان پوهنتون په کلني ملي علمي-څېړنيز کنفرانس کې د مؤسسې استادانو مقاله وړاندې کړه!
Date:۱۴۰۳/۱۱/۰۷, Start Time: ۱۰:00 - End Time: ۱۱:۳۰
Location: کاردان پوهنتون
د کاردان پوهنتون د لوړو زده کړو پرمختيا مرکز له لورې په افغانستان کې د لوړو زده کړو پرمختيا کلني ملي علمي-څېړنيز کنفرانس (ACHEDA) 2024کې سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو مقاله وړاندې کړه.
د لوړو زده کړو د کيفيت تضمين او اعتبار ورکولو پروسې او معيارونو ارزونې ملي کنفرانس تر سرليک لاندې یاد کنفرانس کې د مؤسسې د عمومي طب پوهنځي مرستيال نوماند پوهنيار صفي الله محبت او د مؤسسې د کيفيت لوړونې آمر نوماند پوهنيار عبدالحق وفا له لورې «د تحصيلي بنسټونو د کيفيت په تضمين باندې د ټکنالوژۍ اغېزې» تر عنوان لاندې مقاله وړاندې او د مقالې پايلې له ګډونوالو سره شريکې شوې.
د کنفرانس لپاره ۲۴ عنوانه بېلابېلې مقالې غوره شوې وې، چې د ياد پوهنتون پر فيسبوک پاڼه د نشر شوي راپور له مخې په دې کنفرانس کې د تضمین کيفيت په برخه کې نړيوالې تجربې وارزول شوې او په هېواد کې د هغوی د پلي کېدو پر څرنګوالي بحث وشو. د راپور له مخې د مقالو په موندنو کې په ټوليز ډول ټینګار وشو چې د تضمین کيفيت د چوکاټ د بریالیتوب لپاره بايد پوهنتونونه پر اکاډمیکې او مالي ځان بسیاينې سنبال شي، تر څو وکولای شي د نوښتونو له لارې د هغو ستونزو حل لارې پیدا کړي چې افغانستان ورسره مخ دی.
د یادونې وړ ده چې د مؤسسې استادانو او اداري کارکونکو له دې وړاندې هم د اقليم بدلون نړيوال کنفرانس په ګډون په بېلابېلو ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې خپلې څېړنيزې-علمي مقالې وړاندې کړي دي او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې به سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) «په افغانستان کې روغتيايي سېستم او خدمتونو ته کتنه: ستونزې، فرصتونه او حل لارې» تر سرليک لاندې د ملي علمي-څېړنيز کنفرانس کوربتوب وکړي.