News

د ملي څېړنيز کنفرانس د رهبرۍ بورد او کتنپلاوي غړو تر منځ مشورتي جلسه تر سره شوه!

Date:۱۴۰۳/۰۹/۰۶, Start Time: ۱۱:00 - End Time: ۱۲:00
Location: سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه

سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) له لورې د داېرېدونکي ملي-څېړنيز کنفرانس اړوندو چارو ته د کتنې په موخه، د کنفرانس رهبرۍ او کتنپلاوي غړو ترمنځ مشورتي جلسه تر سره شوه.

 ياده جلسه کې د کنفرانس مقالو د کتنپلاوي بهرنيو غړو هر يو د ننګرهار پوهنتون پخواني رئیس او د طب پوهنځي استاد محترم پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال، ننګرهار طب پوهنځي رئیس محترم پوهنوال دوکتور محمد عظیم عظیمي، د طب پوهنځي استاد محترم پوهنمل دوکتور صداقت مومند او د طب پوهنځي استاد محترم پوهنمل دوکتور عبدالغفار شېرزاد په ګډون، د مؤسسې رئیس سيد شمس الدين همت، د مؤسسې مرستيالانو، د درې ګونو پوهنځيو رئیسانو او د سپين غر مومند پنځوس بستريز تدريسي معالجوي روغتون سرطبيب متخصص دوکتور غلام نبي کاکړ ګډون درلود.  

 د پرانيستې وينا پر مهال د مؤسسې رئیس سيد شمس الدين همت د ننګرهار پوهنتون د رهبرۍ سربېره د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي له رهبرۍ او استادانو د همېشنۍ همکارۍ له امله مننه وکړه. نوموړي د ملي-څېړنيز کنفرانس اړوند ترسره شويو او جاري چارو په اړه وروستي معلومات له ګډونوالو سره شريک کړل او له هغې وروسته د کنفرانس اړوند پينځو اجنډاګانو په اړه د جلسې ګډونوالو خپل نظرونه شريک کړل.

 د کنفرانس د کتنپلاوي بهرنيو او داخلي غړو په خپل وار د ياد کنفرانس اړوند ترسره شويو چارو څخه خوښي څرګنده کړه، د کنفرانس اړوند راتلونکو فعاليتونو په اړه یې خپلې مشورې، وړانديزونه او نظرونه وړاندې کړل او په خپله برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

 د يادونې وړ ده چې سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې «په افغانستان کې روغتیایي سېستم او خدمتونو ته کتنه: ستونزې، فرصتونه او حل لارې» تر سرليک لاندې ملي– څېړنیز کنفرانس لپاره د څېړنيزو ليکنو د منلو وروستۍ نېټه تېره شنبه (۱۵/۱۰/۱۴۰۳هـ ش) پای ته رسېدلې ده او يوازې تر کتنې او اصلاح لاندې رااستول شويو مقالو له نهايي کېدلو څخه وروسته به په نږدې راتلونکي کنفرانس هم دایر شي. په کنفرانس کې وړاندې کېدونکې مقالې به له نهايي تائید وروسته په سپين غر د طبي علومو څېړنيز ژورنال کې نشر شي او ليکونکي به یې له معنوي او مادي امتيازاتو څخه برخمن شي .