|
1. د روغتون د تحريراتو، راپورونو او دفتر مديريت لپاره کلنی کاري پلان جوړول
2. د تدريسي روغتون کلني پلانونو په تدوين کې اړوندو مسؤلينو سره همکاري کول
3. د تدريسي روغتون په کچه د عملياتي، انکشافي، کاري او تطبیقي پلانونو راپورونو جوړول
4. په دوامدار ډول د پلان شويو عملياتي، کاري او انکشافي فعاليتونو د ترسراوي په موخه اړوندو مسؤلينو سره همغږي کول
5. په روغتون کې د عامه پوهاوي او معلوماتو لپاره نشرېدونکي چاپي توکي له چاپ وړاندې کتل؛ پروفي کتنه او اېډېټ یې ترسره کول
6. د روغتون په کچه د ترسره شويو مهمو لويو غونډو، فعاليتونو او پروګرامونو راپورونه د روغتون له نشراتي چينلونو څخه نشرول
7. د تدريسي روغتون علمي کادرونو، متخصصينو او مسلکي طبي کار کوونکو له خوا د وړاندې شويو سمينارونو او کنفرانسونه راپورونه چمتو کول
8. په روغتون کې د ترسره کېدونکو غونډو لپاره د اجنډاګانو ترتيبول او د ويناوالۍ چارې مخته وړل
9. د تدريسي روغتون رئیس سره د روغتون د داخلي کار کوونکو او بهرنيو مراجعينو ترمنځ همغږي کول
10. د اړتيا په صورت کې ناروغانو او ناروغ لرونکو سره د روغتون د خدماتو په اړه معلومات شريکول
11. د بهرنيو ادارو استازو او روغتون رئيس جلساتو لپاره زمينه برابرول او په دې برخه کې د اسان چاري په توګه اړوند کارونه ترسره کول
12. د تدريسي روغتون د الکترونيکي نشراتي چينلونو له لارې لوستونکو او کتونکو سره خبرونه او راپورونه شريکول
13. د روغتون د معالج ډاکټرانو، متخصصينو او طبي پرسونل نورو غړو علمي مقالو پروفي کتنه او اېډېټ چارې ترسره کول
14. د روغتون په داخلي (Interior) او خارجي (Exterior) برخو کې د (Wall Chalking) لپاره متنونه وړاندیزول او نهايي کول
15. د روغتون د تشخيصیه، تخصصي او روغتيايي خدمتونو په اړه د بروشرونو متنونه ليکل او ګرافیک ډیزاينر ته سپارل
16. د غونډو او جلساتو لپاره د اړوندو اړينو توکو ترميم، ساتنې او پراختيا په هکله د اداري او مالي چارو آمریت ته وړاندیزونه کول
17. د تدريسي روغتون رئیس، سرطبیب او مديرانو ترمنځ کتنې همغږي کول
18. د روغتون په داخل او بهر کې د تدريسي روغتون ریاست او سرطبابت اړوند د اداري مراسلاتو صادرول او واردول
19. د روغتون او نورو ادارو ترمنځ د لاسليک شويو تفاهم ليکونو د تطبیق څخه ربعواره څارنه ترسره کول
20. نورې هغه دندې ترسره کول چې د روغتون د رئیس يا سرطبیب له خوا د تحريراتو، راپورونو او دفتر مدير ته سپارل کيږي
|